د ۱۹ م پيړي د دريمي لسيزي څخه بيا تر ۲۰۱۱ م کال پوري چي په همدي جريان کي افغانستان د خپل حساس جغرافيوي موقيعت له کبله د مختلفو هيوادونو د يرغلونو لاندي
سال
: 2020.09.24ګروه ها
: حقوققیمت
: 1500تعداد صفات
: 110کد فایل
: 286مقطع
: لیسانسمقدمه: د تاريخ او جغرافي پوهانو افغانستان د اشغالګرو هيوادونو د تګ راتګ د ستراتيژيک پل ، د وريښمو د لاري د تقاطع ، د نړي د بام ، د هند دروازه ، د اسلامي نړي د ختيځي دروازي ، د خنډ سيمه ، د تمدونونو څلور لاري ، د نړيوالي سوداګري د لويي لاري او په پاي کي ځينو د اسيا د زړه په نومونو سره نومولي دي. افغانستان د ۵۴۵ ق م څخه تر ۱۸۱۵ م کلونو پوري د هندوستان په پراخه خاوره باندي د يرغلګرو د ځغل ډګر په نوم پيژندل کيده، په ۶ او ۷ م پيړيو کي د هندوستان ، د پارس د ساساني هيواد ، د ماواء النهر د هيوادونو ، چين او د عربو د بحيري ترمنځ يي وجود درلود چي د وريښمو لويه لار ورڅخه تيريدله او د هند ، پارس ، چين ، ماوراء النهر ، عراق ، جزيرة العرب او د مصر د تجارتي قافلو د تګر راتګ لار وه. افغانستان د تاريخ په اوږدو کي د خپلو لوړو او ژورو له کبله تل د ځانګړي جيوپوليټيکي ارزښت څخه برخمن دي چي دغي ځانګړتيا د تاريخ په بيلابيلو پړاوونو کي د وينو ډک کړکيچونه هم د ځانه سره لرلي دي، افغانستان په ۱۹ م پيړي کي د روس او انګليس ترمنځ د سيالي له امله د سيمي د خنډ ( د سيمي حايل ) په نوم د سوق الجيشي ځانګړي ارزښت پيداکړ. دي هيواد د ۱۸۱۵ م څخه تر ۱۹۸۹ م کلونو پوري په دي نوم چي د هند د بحر تودو اوبو ته تر ټولو لنډه لار ده ، د روسانو د حرص او تمي ښکار ؤ ، د سړي جګړي پر مهال د حساسي سيمي په نوم د پام وړ ګرځيدلي ؤ چي د سوړ جنګ وروستني جګړه ددي خاوري په کنډوالو او د مظلومو بچو په ککريو باندي ترسره سوه ، په دي جګړه کي که څه هم مجاهدين د خپل ولس په استازيتوب جنګيدل خو د تودو وينو لښتي چي وبهيدل پرته له دي چي د افغانستان خلک ورڅخه ګټه پورته کړي د نورو د ګټو درياب ته توي سول. غرب چي د لومړي نړيوالي جګړي پر مهال د افغانستان ملاتړي ؤ ، د شوروي د ړنګيدو او د سړي جګړي په پاي ته رسيدو سره بي له دي چي د جګړه وهلي هيواد او ددي ويرژلي او په وينو لړلي ملت په وړاندي مسؤليت احساس کړي ، خپل تلتک يي ټول کړ او ددي ستري جګړي له امله په وينو او خاورو لړلو شهيدانو د مړو ترڅنګ تير سول او افغانستان يي د سيمي واکمني ته پريښود. خو ډير وخت لا نه ؤ تير وسوي چي چي په مرکزي اسيا کي د تيلو او ګازو د پراخو زيرمو موندلو افغانستان ته يو نوي جيوپوليټيکي ارزښت ورپه برخه کړ او د لويي لاري په نوم چي په نړي کي د ( نړيوالي سوداګري د دروازي ) په نوم نومول سوي ده ، د پام وړ وګرځيد.
لړلیک
عنوان صفحه
سـريـــزه 2
لـــومـړي فــصـل
د افغانستان جغرافيوي او جيوپوليټيک موقيعت
لومړي مبحث: د افغانستان جغرافيوي موقيعت 7
دويم مبحث: د افغانستان ستراتيژيک يا جيوپوليټيک موقيعت 7
دريم مبحث: د ۱۸م پيړي په لومړي نيمايي کي د افغانستان جيوپوليټيکي بڼه 8
دويم فصل
د افغانستان اړيکې د انګلستان سره
لومړي مبحث: آمير دوست محمد خان او انګريزان 10
دويم مبحث: آمير شيرعلي خان او انګريزان 15
دريم مبحث: آميرمحمد يعقوب خان او انګريزان 19
څلورم مبحث: آمير عبدالرحمن خان او انګريزان 22
پنځم مبحث: آمير حبيب الله خان او انګريزان 26
دريـــم فـــصــــــل
لويه لوبه او په افغانستان کښي د هغي برخه
لومړي مبحث: په لويه سياسي لوبه کي شوم غرضونه 38
دويم مبحث: د افغانستان شمال او جنوب ته په ديبي ګامونو ټوپونه 39
څلورم مبحث: د تجريد سياست او د بفر د طرحي ايجاد 44
پنځم مبحث: د سنټو او سياتو په تړونونو کي د افغانستان نه ګډون 47
څـــلـــــورم فـــصـــــــل
د لويو قدرتونو د دلچسپي منطقه
لومړي مبحث:په افغانستان کښي د برتانوي هند موخي 49
دويم مبحث: تزاري روسيه 53
پـنـځــــم فـــصـــــــــل
د افغانستان اړيکې د پخواني شوروي اتحاد سره
لومړي مبحث: د ترکي کودتا او عوامل يي 64
دويم مبحث: د حفيظ الله آمين دوري ته لنډه کتنه 67
دريم مبحث: پر افغانستان باندي د شوروي د سره پوځ يرغل او کارمل قدرت ته رسيدل او په وړاندي يي عکس العملونه 70
څلورم مبحث: د ډاکتر نجيب د حکومت پيل 75
شـپــــږم فــصــــل
د افغانستان اړيکې د امريکا سره
لومړي مبحث: دمحمد ظاهرشاه په وخت کښي د افغانستان او امريکا اړيکي 87
دويم مبحث: سردار محمد داؤد خان او د امريکا متحده ايالات 92
دريم مبحث:دشوروي دپوځي يرغل پرمهال دافغانستان اوامريکا اړيکي 96
څلورم مبحث: د مجاهدينو اسلامي دولت او امريکا 100
پنځم مبحث: د طالبانو اسلامي امارت او د امريکا متحده ايالات 103
خـــلاصــه 133
پـايـله 134
وړانديزونه 137
مأخذونه او سرچينې 140
منابع :
١- انديشمند، محمد اکرام ، امريکا په افغانستان کي، ژباړن: سيد عبدالله پاچا، چاپ: ميوند خپرندويه ټولنه کابل ، کال ١٣٨۹ هـ ش
٢- ګروموف ، ب ، سري لښکري په افغانستان کي، ژباړن: داؤد جنبش، چاپ: دانش خپرندويه ټولنه پيښور، لومړي چاپ: کال ١٣۷۵ هـ ش، دويم چاپ: کال ۱۳۸۸ هـ ش.
٣- غبار، مير غلام محمد، افغانستان د تاريخ په اوږدو ک دوهم ټوک، ژباړن: سيد عبدالله پاچا، چاپ: ميوند خپروندويه ټولنه کابل، کال ۱۳۸۴ هـ ش.
۴ـ رفيع، حبيب الله، د افغانستان لنډکي تاريخ، چاپ:ګودرخپروندويه ټولنه جلال اباد، لومړي چاپ: کال ۱۳۸۷ هـ ش، دويم چاپ: کال ۱۳۸۸ هـ ش، دريم چاپ: کال ۱۳۸۹ هـ ش.
۵ـ سانجر، ډاويډ اي، د امريکا جګړه ولي بده سوه، ژباړن: بلال عبدالرحيم زي، چاپ: ميوند خپرندويه ټولنه کابل، کال ۱۳۸۹ هـ ش.
۶ـ عطايي، محمد ابراهيم، د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، چاپ: ميوند خپرندويه ټولنه کابل، کال ۱۳۸۳ هـ ش.
۷ـ حامدي ، خليل احمد ، سور ښامار، چاپ: مومند خپرندويه ټولنه جلال اباد، کال ۱۳۹۱ هـ ش.
۸ ـ ولي محمد، روسي پراختيا غوښتنه او افغانستان، چاپ: دانش کتابتون پيښور، کال ۱۹۹۹ م.
۹ـ شيرزاد، پوهندوي منګل، افغانستان د نړيوالو سياستونو محراق، چاپ: همدرد خپرندويه ټولنه، کال ۱۳۹۱ هـ ش.
۱۰: عطايي، ديپلوم انجينر کريم، شهيد سردار محمد داؤد خان او د چنګاښ د ۲۶ نيټي پاڅون، ژباړن: اميرجان وحيد احمدزي، چاپ: مومند خپرندويه ټولنه، کال ۱۳۹۱ هـ ش.
۱۱ـ م.م.ع، د ډيورنډ تړون څه وخت او څرنګه لاسليک سو، ژباړونکي: څيړنياره راضيه اندړه، چاپ کال: ۱۳۸۹ هـ ش.
۱۲ـ مختار، انجينر نذيراحمد، د افغانستان لنډ تاريخ، چاپ: نوي کابل خپروندويه ټولنه پيښور.
۱۳ـ کاکړ، ډاکتر محمد حسن، د سرطان کودتا د افغانستان د اوږدي بي ثباتي پيلامه، خپروندوي: د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه، جرمني، کال ۱۳۸۸ هـ ش.